م،م: افغانستان کې همدا مهال ۹۷ سلنه خلک د خوړو نشتون سره مخ دي 

0
83

م،م: افغانستان کې همدا مهال ۹۷ سلنه خلک د خوړو نشتون سره مخ دي 

یاد پروګرام ویلي، چې د افغانستان ۹۷ سلنه کورنۍ به د  ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې له لوږې سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د دې ناورین مخنیوي لپاره د اړمنو کورنیو لپاره د مرستو صندوق جوړ کړی، چې راټولېدونکې پیسې به اړمنو ته ورکړای شي.

 

( 2021 / 10 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکړی، چې که په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخه ونه‌نیول شي، راروان ژمي کې به میلیونونه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

یاد پروګرام ویلي، چې د افغانستان ۹۷ سلنه کورنۍ به د  ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې له لوږې سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د دې ناورین مخنیوي لپاره د اړمنو کورنیو لپاره د مرستو صندوق جوړ کړی، چې راټولېدونکې پیسې به اړمنو ته ورکړای شي.

په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام هم څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانان د خوړلو لپاره کافي مواد نه‌لري.

ملګرو ملتونو او تازه په داسې یوه پروګرام کار پیل کړی چې له مخې به یې مالي مرستې د طالبانو د حکومت پر ځای مخامخ او نغدي له بې‌‌وزلو او د کوچینو زیان سره مخ سوداګرو سره وشي.

اړوند موضوعات: 

م،م: د مېرمنو لۀ حضور پرته د افغانستان اقتصاد وده نشي کولی د ملګرو ملتونو

ویل کېږي، د دې پروګرام په مرسته به مالي مرستې به په څلورو برخو کې ولګول شي چې په کې د بې‌وزله دولتي کارکوونکو لاس‌نیوی، د وړو کار روزګار لرونکو سره مرسته، یا هغه چې غواړي نوی کار روزګار پیل کړي، د پاخه عمر لرونکو او هغوی چې د خطر سره مخ دي، په موقتي توګه ورته د معاش ورکول شامل دي.

Leave a reply