د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي چې د افغانستان د امنیت پۀ اړه باید ټول اړخونه ګډ کار وکړي

0
106

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي چې د افغانستان د امنیت پۀ اړه باید ټول اړخونه ګډ کار وکړي

ګوتریش د افغانستان امنیت هم د ټولې سیمې لپاره مهم بللی دی او زیاتوي، چې یوازې له په ګډه همکارۍ کولی شي ددغه هېواد امنیت د تل لپاره تامین شي او له دې ځایه سیمې او نړۍ ته خطرونه له منځه لاړ شي.

 

(2022 / 2 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي د افغانستان امنیت له سیمه ییزو سازمانونو سره د دوی د همکارۍ مهمه برخه ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د ایرواسیا، جمعې امنیت او مرکزي اسیا هېوادونو د امنیتي سازمانونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي د افغانستان امنیت د دوی د اړیکو او همکاریو مهم ټکی وي.

هغه زیاته کړې چې دمګړی په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او د خلکو ژغورل د ټولو ګډ مسوولیت دی.

ګوتریش د افغانستان امنیت هم د ټولې سیمې لپاره مهم بللی دی او زیاتوي، چې یوازې له په ګډه همکارۍ کولی شي ددغه هېواد امنیت د تل لپاره تامین شي او له دې ځایه سیمې او نړۍ ته خطرونه له منځه لاړ شي.

Leave a reply