امریکا وایي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پۀ اړه د بایډن خبرې ناسمې تعبیر شوي

امریکا وایي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پۀ اړه د بایډن خبرې ناسمې تعبیر شوي
د اسلامي امارت مرکزي ویاند په ټوېت پیغامونو کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دوحه کې د اروپایي هېوادونو او امریکا له استازو سره پر بشردوستانه مرستو او د کنګل شوو شتمنیو پر بشپړ ازادولو خبرې کړې دي.
(2022 / 2 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د بایډن خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.
امریکايي ديپلومات او په قطر کې د امریکا د سفارت شارژدافیر جان جانسن ویلي، امریکا د داسې لارې د پيدا کولو په لټه کې ده چې وکړی شي د افغانانو شتمني بېرته دوی ته ور وګرځوي.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند په ټوېت پیغامونو کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دوحه کې د اروپایي هېوادونو او امریکا له استازو سره پر بشردوستانه مرستو او د کنګل شوو شتمنیو پر بشپړ ازادولو خبرې کړې دي.
دوی ډاډ ورکړی چې د افغانستان تر څنګ درېږي او هڅه کوي د افغانستان شتمني بېرته دغه هېواد ته وروګرځوي. مجاهد همدا راز وایي، ټاکل شوې چې ددې شتمنۍ ستره برخه بېرته افغانستان بانک ته د افغانیو د ارزښت او اعتبار ساتلو لپاره ورکړل شي.




