قطر وایي د افغانستان نوی حکومت باید تېرې شل کلنې لاس ته راوړنې وساتي

0
169

قطر وایي د افغانستان نوی حکومت باید تېرې شل کلنې لاس ته راوړنې وساتي

همدا راز نوموړی وایي چې دوی په افغانستان کې د تېرو شل کلونو لاس ته راوړنو پر ساتلو ټینګار کوي او له نوي حکومت غواړي چې دا موارد سرچپه نه کړي.

 

(2022 /  2 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپله تازه مرکه کې ویلي، له افغان پلاوي سره پر مهمو مسایلو د دوی خبرې روانې دي.

د ده په وینا تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې بشري مرستې او له افغانان سره کېدونکې مرستې باید په دغه هېواد کې پر مستحقینو ووېشل شي او د ترهګرو ډلو له لاسرسي باید خوندي وي.

همدا راز نوموړی وایي چې دوی په افغانستان کې د تېرو شل کلونو لاس ته راوړنو پر ساتلو ټینګار کوي او له نوي حکومت غواړي چې دا موارد سرچپه نه کړي.

افغان پلاوی له څو ورځو راهیسې په قطر کې دی او تېره ورځ هم قطر ورسره په بېلو برخو په تېره په تعلیمي او سوداګریزه برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی و.

Leave a reply