افغانستان سره مرستې؛ ملګري ملتونه او برېټانیا د کنفرانس کوربه توب کوي

0
107

افغانستان سره مرستې؛ ملګري ملتونه او برېټانیا د کنفرانس کوربه توب کوي

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره څلور نیم میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، که دا مرستې نه راټولېږي نو په افغانستان کې د بشري ناورین د لا پراختیا امکان شته دی.

(2022 / 2 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه او برېټانیا په ګډه افغانستان ته د مرستو راټولو کنفرانس جوړوي.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې راتلونکې میلادي میاشت ملګري ملتونه او برېټانیا د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربه دي.

سرچینه وایي په دې کنفرانس کې هڅه کېږي څو افغانستان ته د ملګرو ملتونو له لوري د غوښتل شوې څلور نیم میلیارده ډالر مرستې راټولولو زمینه برابره شي.

په دې کنفرانس کې به د برېټانیايي چارواکو تر څنګ د ملګرو ملتونو د بېلو اداراتو مشران ګډون وکړي او د افغانستان د مدني ټولنې استازي به هم په غونډه کې برخه اخلي.

Leave a reply