قطر له افغانستان سره د لوړو زده کړو او سوداګرۍ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی

قطر له افغانستان سره د لوړو زده کړو او سوداګرۍ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی

په دې لیدنه کې د بشردوستانه مرستو پر رسولو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي. قطري لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره په سوداګرۍ، لوړو زده کړو، اقتصادي پرمختګ او نورو اړینو برخو کې همکاریو او مرستو ته ادامه ورکوي.

 

(2022 / 2 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو وزارت په ټوېټر پاڼه په خپرو شوو پیغامونو کې راغلي چې افغان پلاوي په دوحه کې د قطري هېواد د بېلو ادارو له چارواکو او استازو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د بشردوستانه مرستو پر رسولو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي. قطري لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره په سوداګرۍ، لوړو زده کړو، اقتصادي پرمختګ او نورو اړینو برخو کې همکاریو او مرستو ته ادامه ورکوي.

په دې لیدنه کې همدا راز د بشردوستانه مرستو پر رسولو هم خبرې شوې دي او ټينګار شوی چې مرستې به مستقیم اړمنو ته رسېږي خو افغان حکومت به د شفاف وېش لپاره زمینه برابروي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د زده کړو پر روان بهیر هم بحثونه شوي او افغان لوري ژمنه کړې چې ډېر ژر به د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ټولو محصلینو او زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *