په هند کې په حجاب بندیز دوام لري، کرناټک ایالت نه پس د هند په یو بل ریاست کې هم په حجاب اچولو بندیز ولګیدو

باغی ټي وي رپورټ
نن سبا په هندوستان کې د مسلمانان ښځینه زده کوونکو د حجاب او پردې به اړه موضوع دیره توده شوې ده او د کرناټک ایالت نه پس د هند په هماچل پردیش ریاست کې هم په ښوونځو او کالجونو کې د جونو زده کوونکو په حجاب کولو پابندي لګیدلې ده.
د كشمير ميډيا سروس له لوري خپور شوي یو رپورټ میاق د هماچل پردېش د تعليم وزير ګووند سنګھ ټھاکر په ټول رياست كښې په تعليمي ادارو كښې په حجاب د بندېز لګولو اعلان كړې دې۔ او هغه ویلي دي لي چې حجاب سره سكولونو او كالجونو ته راتلل سم کار نه دې .
هغه زیاته کړې چې تعلیمي ادارو كښې به يوازې معيار او وقار په ځائې ساتل وي۔ وزیر ګووند سنګهه اوئيل تعليمي ادارو ته په حجاب كښې راتلل او دې ستونزې او مسلې ته مذهبي رنګ ورکول ښه کار نه دې.
د اې پي پي رپورټ مطابق سبا په هماچل پردیش ریاست کې د کورونا وبا په وجه بند شوي ښوونځي پرانستل کی او ددې سکولونو د پرانستې دا پریکړه اعلي وزیر جې رام ټهاکر په مشرۍ کې شوې ده.






