د اوکراین پر سر بایډن یو ځل بیا روسیې ته خبرداری ورکړی

د اوکراین پر سر بایډن یو ځل بیا روسیې ته خبرداری ورکړی
بايډن وایي دوی د ناټو د غړو هېوادونو له هر انچ خاورې دفاع کوي او د جګړې په لټه کې هم نه دي، نو ځکه له روسیې غواړي چې تېروتنه دې نه کوي.
(2022 / 2 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین پر سر ناندرۍ لا هم چټکې دي. اروپا، ناټو او امریکا کې تېره ورځ او شپه بحثونه او خبري کنفرانسونه روان وو.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په همدې تړاو په رسنیو کې راڅرګند شو او یو ځل بیا یې روسیې ته خبرداری ورکړ چې له خورا ناوړه پایلې سره به مخ شي.
بايډن وایي دوی د ناټو د غړو هېوادونو له هر انچ خاورې دفاع کوي او د جګړې په لټه کې هم نه دي، نو ځکه له روسیې غواړي چې تېروتنه دې نه کوي.
اړوند موضوعات:
د اوکراین پۀ اړه؛ روسیه وایي له غرب سره د توافق چانس شته دی
د ناټو ویاندویانو هم پر روسیې غږ کړی چې له تحرکاتو ډډه وکړي. برېټانیا او المان هم ویلي چې روسیه برید ته نږدې شوې ده.
بلخوا پوتین بیا ویلي چې پر اوکراین برید نه کوي، خو له خپل هېواد دفاع یې حق دی.






