امریکا وایي د محکمې تر پرېکړې پورې د افغانستان شتمني پر چا نه وېشل کېږي

امریکا وایي د محکمې تر پرېکړې پورې د افغانستان شتمني پر چا نه وېشل کېږي
بايډن د تېرې جمعې په ورځ یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې له مخې یې د افغانستان کنګل شوې اووه میلیارده ډالر شتمني دوه برخه کېږي او له دې یوازې یوه برخه یې افغانانو ته پر بشردوستانه مرستو لګول کېږي.
(2022 / 2 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سپينې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د بايډن هڅه دا ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي له همدې امله یې ۳،۵ میلیارده ډالر ازاد کړي دي، خو د پاتې شتمنۍ په اړه به محکمه پرېکړه کوي.
جین ساکي وایي د محکمې تر پرېکړې وروسته به دغه پیسې د سپټمبر د پېښې پر قربانیانو وېشل کېږي تر هغه پورې د افغانستان شتمني پر خپل ځای ده.
بايډن د تېرې جمعې په ورځ یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې له مخې یې د افغانستان کنګل شوې اووه میلیارده ډالر شتمني دوه برخه کېږي او له دې یوازې یوه برخه یې افغانانو ته پر بشردوستانه مرستو لګول کېږي.
اړوند موضوعات:
د بشري حقونو فعالین: د بایډن وروستۍ پرېکړه د افغانانو د نسل وژنې په مانا ده
دې پرېکړې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي او افغانان ددې غوښتونکي دي چې دغه شتمني ازاده شي او د افغانستان د راتلونکې لپاره وساتل شي.






