د ژغورنې کمېټې پر امریکا او اروپا د افغانستان پر وړاندې د تګلارې د بدلون غږ کړی دی 

0
57

یاده اداره پر اروپا او امریکا غږ کوي چې د افغانستان پر وړاندې خپل ورانکاره سیاستونه او تګلاره بدله کړي او ددغه هېواد لاسنیوی وکړي. سرچینه کاږي چې د روان میلادي کال تر نیمایي به شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ شي چې که پر وخت همکاري و نه شي نو دلته به یوه ستره بشري فاجعه رامنځ ته شي.

(2022 / 2 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ژغورنې نړیواله ډله وایي امریکا او اروپا دې د افغانستان پر وړاندې خپلې تګلارې بدلې کړي.

دغه ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او ددغه هېواد خلک بېړنیو خوراکي او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاده اداره پر اروپا او امریکا غږ کوي چې د افغانستان پر وړاندې خپل ورانکاره سیاستونه او تګلاره بدله کړي او ددغه هېواد لاسنیوی وکړي. سرچینه کاږي چې د روان میلادي کال تر نیمایي به شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ شي چې که پر وخت همکاري و نه شي نو دلته به یوه ستره بشري فاجعه رامنځ ته شي.

دوی وایي په ګڼو هېوادونو کې فعالیتونه لري، خو په دې ټولو کې افغانستان هغه هېواد دی چې ناورین پکې د چټکې پراختیا په حال کې دی.

Leave a reply