اسوشیټډ پرس: افغانستان کې د طالبانو په راتګ امن راغلی؛ خو لوږه ډېره شوې 

0
171

اسوشیټډ پرس: افغانستان کې د طالبانو په راتګ امن راغلی؛ خو لوږه ډېره شوې 

راپور کې راغلي دي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت هم په بېسارې کچه ځپل شوی او که چېرته دغه هېواد په اوسني وضعیت کې یوازې پرېښودل شي نو تر ټولو سخت بشري ناورین سره به لاس او ګریوان شي.

 

(2022 / 2 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اسوشیټډ پرس پر افغانستان د ا.ا د واکمنۍ د شپږ میاشتې پوره کېدو په مناسبت راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمني شپږ میاشتې پوره شوې دي، که څه هم خلک ځانونه امن احساسوي، جګړې پای ته رسېدلې دي خو خلک تر پخوا غریب او نا هیلې شوي دي.

راپور کاږي، چې ښځې په بازارونو کې ګرځي، خو کارونه نشته او فقر خپل اوج ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، له افغانستان څخه د مسلکي او پر کار پوه وګړو مهاجرت ډېر شوی دی او خلک هڅه کوي چې بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي.

راپور کې راغلي دي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت هم په بېسارې کچه ځپل شوی او که چېرته دغه هېواد په اوسني وضعیت کې یوازې پرېښودل شي نو تر ټولو سخت بشري ناورین سره به لاس او ګریوان شي.

Leave a reply