د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د مالي شمتنۍ په اړه د بایډن پرېکړه غندلې ده

0
91

د یادونې ده چې امریکا د افغانستان له نهه میلیاردي مالي شتمنۍ څخه درېیمه برخه یې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو باندې وېشلو ته ځانګړې کړې دي چې د بایډن دې پرېکړې په افغانستان دننه او بهر د ګڼو خلکو غوسه را پارولې ده او د امریکا دا اقدام یې د افغانستان په څېر د یو غریب هېواد له وګړو سره ستره جفا بللې ده.

(2022 / 2 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې امریکا د افغان ولس پیسې غلا کړې دي.

هغه په تهران کې یوې خبري ناستې ته د دې پیسو په اړه ویلي چې ایران د امریکا دا په ډاګه غلا په کلکو ټکو غندي.

هغه ټینګار کړی دی چې دا لومړی ځل نه دی چې امریکا د نورو خلکو شتمني چور کوي بلکې یاد هېواد په دې برخه کې کاري سابقه لري.

Leave a reply