جنوبي وزیرستان کې یو تن اووژل شول
باغی ټي وي رپورټ
د جنوبي وزیرستان په مکین کې په کمرشل مارکیټ کې نامعلومو وسله والو یو کس په ډزو وژلی دي، وسله والو د پیښې نه پس په تیښته کې بریالي شوي دي.
د سرچینو مطابق مير ايوب هيبت خېل وسله ولو په ډزو اووژل.
دسرچينو ترمخه دا مهال په مکين کې دپوليسو تر ٣٠٠ؤ څخه زيات پوليس د کاغذي کاروائي په مهال تعينات دي خو يواځې ٢٠ پوليس په ډيوټي بوخت دي اؤ د مکين په شمول په زاړه مکين، وچه دره، سپين او کمر شمک راغزي کې دپوليسو کومه پوسته نشته.
د یو ځایی خبریال مطابق په سيمه کې د جرمونو کچه ورځ په ورځ زياتېږي چې له امله يې خلک سخت اندېښمن شوي دي.
د سول سوسائټي مشر ملک نور محسود ميډيا سره خبرو کښي اوويل چي جنوبي وزيرستان کښي د څه مودې راهسي د امن او امان صورتحال ډير خراب شوې دے او غلا او لوټ مار ډیر زیات شوې دې، هغوی د پولیسو مشرانو او لوړ پوړو چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې په جنوبي وزیرستان کې د خلقو امنیت لپاره دې ګوټلي ګامونه پورته کړي.