د افغانستان بانک د افغانۍ د ثبات ساتلو په موخه لس میلیونه ډالر لیلاموي

0
282

د افغانستان بانک د افغانۍ د ثبات ساتلو په موخه لس میلیونه ډالر لیلاموي

دغه بانک څه موده وړاندې ویلي وو چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستې را روانې دي او دوی به د افغانۍ ارزښت ساتلو او لوړولو په موخه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

 

(2022  / 2 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان مرکزي بانک ویلي، په پام کې ده چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ لس میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي.

یاد بانک زیاته کړې ده چې د افغانۍ ارزښت لوړولو په موخه ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د یوې داوطلبۍ په ترڅ کې لس میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي.

د افغانستان بانک څرګنده کړې ده چې په شرایطو برابر صرافان کولی شي په دې داوطلبي کې برخه واخلي.

دغه بانک څه موده وړاندې ویلي وو چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستې را روانې دي او دوی به د افغانۍ ارزښت ساتلو او لوړولو په موخه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

Leave a reply