محمود خان ویلي د امریکا وروستۍ پرېکړه بې عدالتي ده

محمود خان ویلي د امریکا وروستۍ پرېکړه بې عدالتي ده
محمود خان څرګنده کړې ده چې که چېرته د یادې پېښې قربانیانو ته د افغانانو له پیسو غرامت ورکول کېږي نو امریکا هم باید هغو افغانانو ته غرامت ورکړي چې د دوی د جګړې پر مهال په افغانستان کې وژل شوي دي.
(2022 / 2 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د افغانستان د مالي شتمنۍ په اړه د امریکا وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان د پیسو په تړاو د بایډن پرېکړه د افغانانو په حق کې ستره بې عدالتي ده.
نوموړي زیاته کړې ده چې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د غرامت په توګه له دې پیسو ورکول بې عدالتي ده. هغه ټینګار کړی دی چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې اصلي طراح په افغانستان کې نه دی وژل شوی.
اړوند موضوعات:
د بشري حقونو فعالین: د بایډن وروستۍ پرېکړه د افغانانو د نسل وژنې په مانا ده
محمود خان څرګنده کړې ده چې که چېرته د یادې پېښې قربانیانو ته د افغانانو له پیسو غرامت ورکول کېږي نو امریکا هم باید هغو افغانانو ته غرامت ورکړي چې د دوی د جګړې پر مهال په افغانستان کې وژل شوي دي.





