د لنډیکوتل قومونو یو تکړه امیدوار د چیرمین څوکۍ لپاره وټاکل:شاه جي ګل آفریدي

باغی ټي وي رپورټ
د تحریک اصلاحات پاکستان ګوند مشر شاه جي ګل آفریدي نن د تحصیل لنډیکوتل چیرمین لپاره ټاکل شوي امیدوار شاه خالد شینواري حجرې ته ورغې او د تحصیل چیرمین څوکۍ په زیاتو ووټونو ګټلو باندی ی دوی له مبارکی ورکړه.
په دې موقع شاه جي ګل آفریدی اوویل چې زمونږ پارټي د اولس په خدمت یقین لري او مونږ به د عوامو حقونو لپاره شپه او ورځ کار وکړو او ددوی حقونو نه به د چارواکو څخه واخلو.
هغه اوویل چې په تیرو کالونو کې چې د قامي اسمبلۍ غړې وو ، د ضلع خیبر د عوامو لپاره مې غږ اوچت کړي او نن هغه وخت راغلې چې دا قبایلي سیمې هم د پاکستان په رسمي توګه برخه جوړه شوې ده .
هغه اوویل چې په تورخم پوله وس نړیوال تجارت په رسمی توګه پیل شوي دې او د پاکستان څخه منځنۍ ایشیا ته د پاکستان څخه د سوداګریز توکو ډک ټرکونه رسیدلي دي چې دا به په دې سیمه کې یو ډیر ښه بدلون راولي.






