ایران وايي تر دې دمه د افغانستان اوبه زموږ خاورې ته نه دي رسېدلې

ایران وايي تر دې دمه د افغانستان اوبه زموږ خاورې ته نه دي رسېدلې

بلخوا په وروستیو کې افغان حکومت بیا ویلي چې دوی له ایران سره د اوبو پره برخه کې نورو مذاکراتو ته اړتیا نه ویني او هغو هوکړو ته ژمن دي چې تر دې وړاندې د افغانستان او ایران ترمنځ لاسلیک شوې دي.

 

(2022 / 2 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران وایي تر اوسه د افغانستان اوبه د دوی خاورې ته نه دي د ننه شوې.

د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي سره له دې چې افغانستان دوی ته د هوکړو پر بنسټ د ژمنه شوو اوبو د خوشي کولو خبره کړې ده، خو تر دې دمه دغه اوبه ایران ته نه دي رسېدلې.

سرچینه وایي چې ایراني لوري ته افغانستان اوبو پرې اېښې دي خو په ځينو برخو کې دغه اوبه ګرځول شوې دي او د ایران پر ځای بېرته په افغانستان کې لګول کېږي.

ایرانی لوری وایي دوی هڅه کوي له افغانستان سره د اوبو مسئله د دیپلوماتیکو مراجعو پر مټ حل کړي.

بلخوا په وروستیو کې افغان حکومت بیا ویلي چې دوی له ایران سره د اوبو پره برخه کې نورو مذاکراتو ته اړتیا نه ویني او هغو هوکړو ته ژمن دي چې تر دې وړاندې د افغانستان او ایران ترمنځ لاسلیک شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *