پخوانی ولسمشر: ځوانان باید له ټولو ممکنو لارو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي

پخوانی ولسمشر: ځوانان باید له ټولو ممکنو لارو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي
ښاغلي کرزي ویلي چې د دوی د ستونزو د حل لپاره به خپلې ټولې هڅه کوي او تر څنګ یې ځوانانو ته په خطاب ویلي چې د هېواد د ژغورلو او پرمختګ یوازینۍ لار لوړې زده کړې دي او باید له هرې ممکنې لارې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
(2022 / 2 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پخواني ولسمشر حامد کرزي له هغو افغان محصلینو سره کتلي چې په چین کې د بورسیو په مرسته لوړې زده کړې کوي. د ښاغلي کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د محصلینو د ستونزو د حل لپاره هر اړخیزه هڅه کوي.
محصلینو په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په چین جمهوریت کې باید خپلې لوړې زده کړې ترسره کړي خو د ستونزو له امله چین ته نه شي تللی او د زده کړو په بهیر کې یې ستونزې رامنځ ته شوې دي.