پاکستان مسلم لیګ ن مشر ۱۴ کاله پس مسلم لیګ ق مشر سره لیدنه کوي

0
42

باغی ټي وي رپورټ
له متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان وروسته په واکمن ایتلاف کې د دویم لوی ایتلافي ګوند پي ایم ایل ق سره د مسلم لیګ (ن) او په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر شهباز شریف سره هم غونډه پلان شوې ده.
په دې وروستیو کې مسلم لیگ (ن) د مسلم لیګ ق سره رابطه کړې وه او شهباز شریف ته یې د چوهدري وروڼو سره د ملاقات وخت غوښتی وو.
شهباز شریف به ۱۴ کاله وروسته د چوهدري وروڼو سره په خپل کور کې ملاقات کوي.
شهباز شريف به ملاقات کښې د چوهدري شجاعت حسېن د حال هم پوښتنه کوي۔ د شهبازشريف او چوهدري وروڼو ترمينځ ليدنه کې به د ملک په سياسي صورتحال هم خبرې کيږي.
سرچينې وائي چې شهباز شريف به دحکومت په ضد دبې اعتمادۍ په تحريک کې دچوهدري وروڼو څخه همکاري غواړي.

Leave a reply