د پاکستان دا دریځ دې چې د افغانستان کنګل شوې شتمنې دې افغانستان ته ورکړل شي: شاه محمود قریشي

نصیب شاه شینواري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یو بیان کې ویلي دي چې د افغانستان منجمد شوې اثاثې،شتمنې د افغانستان او د افغانستان اولس دي او بايد هغوي ئې د استعمال پرېكړه په خپله وكړي.
د افغانستان د منجمد اثاثو په اړه د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې پاكستان د وړومبې ورځې نه وائي چې د افغانستان کنګل شوې اثاثې دې آزادې شي او افغانستان ته دې ورکړل شي.
قریشي اوویل چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې مخې ته راغلي دي او په هېواد كښې بحران هم پېدا شوے، هغه زیاته کړه چې د دې بحران مقابله كول زمونږ شريكه ذمه واري ده.
ده ووئيل چې د دسمبر په 19مه نېټه په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په غېر معمولي غونډه كښې يو قرارداد منظور كړے شوے و چې پكښې د افغانستان مرستې لپاره د منجمد فنډ جاري كولو غوښتنه شوې وه.
د اې پي پي رپورټ مطابق د امريكا حکومت د پرېكړې له مخې انساني مرستې لپاره به 3.5 اربه ډالر ا و د نائن الېون پېښې ځپلو ته به 3.5 اربه ډالر وركولې شي او په دې پرېكړه د افغان اولس اندېښنې وې . قریشي اوویل چې دا د افغانستان سرمایه او روپې دي او بايد دوي ئې په خپله د استعمال پرېكړه وكړي.
قریشي اوویل چې د افغانستان غوښتنه کوي چې دوي انساني مرستې ته اړتيا لري او د دوي وسيلې دې دوي ته وركړې شي چې په خپله ی وکاروی.
ده ووئيل چې زمونږ رايه دا ده چې منجمد اثاثې د افغانستان د خلقو ملكيت دے او دا ضروري ده چې دا رقم د افغانستان خلقو ته ورکړل شی او دوی ته ورسول شي.
هغه اوغوښتل چې د افغانستان د اثاثو تقسيم دې د ملګرو ملتونو د تنظيمونو د لارې وكړې شي. شاه محمود قريشي اوویل چې په افغانستان د خوراک او د خوراکي توکو د كمي له امله اولس او په خاص توګه ښځینه او ماشومان ځپلي كېږي او دوی ډیرو سختو ستونزو سره مخ دي.
مونږ غواړو چې په افغانستان كښې د جينكو سكولونه او روغتونونه فعاله وي. قریشي زیاته کړه چې په افغانستان كښې د سكولونو د ښوونكو تنخاګانې ادا كولو لپاره د رقم ضرورت دے ،دې لپاره ضروري ده چې د افغانستان شتمنې آزادې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په افغانستان كښې معاشي تباهي او انساني بحران ددې هیواد او د ټولې نړۍ په زیان کې دې او په دې کې د هیچا هم ګټه نشته.
نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان كښې د امن او امان صورتحال نن سبا ډیر ښه شوې دې خو خلق سخت مالي ستونزو سره مخ شوي دي. .






