وزیراعظم عمران خان د کورونا وایرس د مخنیوي په اړه پالیسۍ او تګ لارو ستاینه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
په داسې وخت کې چې په پاکستان کې د اومیکرون کیسونه کمیږي ، لومړي وزیر عمران خان د جمعې په ورځ په خپل بیان کې ویلي دي چې حکومت د COVID-19 وبا په جریان کې د بشپړ بندیدو پرځای د سمارټ لاک ډاون د پالیسۍ له لارې د اقتصادي پلوه کمزورې برخې محافظت تضمین کړی او دوی لپاره ی ډیره نرمي کړې ده خو د کورونا وایرس په مخنیوي کې بریالي شوی دي چې دا د حکومت یوه ښه پالیسي ده.
د اې پي پي رپورټ مطابق
لومړي وزیر په هیواد کې د کورونا وایرس په اړه اوچت شوي ګامونواو پلانونو ته د بیاکتنې لپاره د راجوړې شوې لوړې کچې غونډې مشري کوله.
د غونډې په موقع هغه زیاته کړه چې د نړۍ په کچه د کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د تګلارو د ستاینې ترڅنګ، خلکو د COVID-19 معیاري عملیاتي پروسیجرونو (SOPs) پلي کولو کې هم بشپړ ملاتړ وکړو چې دا هم د ستاینې وړ کار دې.
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، د وزيراعظم خاص معاون ډاکټر فيصل سلطان، ډاکټر شهباز ګيل، نېشنل کوآرډينيټر نېشنل کمانډ اينډ اپريشن سنټر (اېن سي او سي) مېجر جنرل ظفر اقبال، ډائرېکټر جنرل اپرېشنز اېن سي او سي مېجر جنرل آصف ګورايا او اعلي چارواکو ګډون وکړواو د هیواد نورو اړوند ادارو افسران او نور اهلکارو هم په دې موقع شتون لرلو.
لومړي وزیر وویل کله چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو د لاک ډاون پر ضد لاریون وکړ نو په پاکستان کې خلکو نه یوازې د SOPs پیروي وکړه او د حکومت د سمارټ لاک ډاون اقداماتو بشپړ ملاتړ یې وکړ بلکې د واکسین کولو په برخه کې یې هم همکاري وکړه.