د بشري حقونو د څار سازمان د بایډن پرېکړه غندلې ده

د بشري حقونو د څار اداره وایي دا سمه ده چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي او پر دوی به بندیزونه وي، خو دلته میلیونونه وګړي ژوند کوي او کنګل شوې شتمني د دوی حق و، نو امریکا ته نه وه په کار چې پر دې شتمنیو یې داسې لوټ جوړ کړی وی.
(2022 / 2 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
دغه سازمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې بایډن د افغانستان د اقتصادي سقوط په لټه کې دی.
سرچینه وایي چې بایډن په دې غیر منطقي کار سره وښوده چې غواړي د افغانستان شتمني لوټ کړي او دغه هېواد له اقتصادي سقوط سره مخ کړي.
د بشري حقونو د څار اداره وایي دا سمه ده چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي او پر دوی به بندیزونه وي، خو دلته میلیونونه وګړي ژوند کوي او کنګل شوې شتمني د دوی حق و، نو امریکا ته نه وه په کار چې پر دې شتمنیو یې داسې لوټ جوړ کړی وی.
د بشري حقونو د څار نړیواله اداره د بایډن دغه پرېکړه غندي او هغه غیر اخلاقي او غیر انساني بولي.