هندوستان کې د ښځینه زده کوونکو ښوونځو ته د حجاب سره ننوتلو باندې بندیز لګیدلې دې

0
172

باغی ټي وي رپورټ
د هند په مدیا پردیش کې د پوهنې وزیر اندر سینګ پرمار هم په ښوونځیو کې د حجاب د منع کولو لپاره د افراطیانو(انتها خوښو) په ملاتړ کې مخې ته راغلې دې.
د حجاب د بندیز مسله د هند له کرناټک ایالت څخه د مدهیا پردیش ایالت پډوچیري ښار ته خپره شوه چې هلته د حجاب اغوستې ښځینه زده کوونکې ښوونځیو ته له تلو منع کړې شوي دي.
ښځینه زده کوونکې حجاب سره د منع کولو په اړه د پودوچیري د پوهنې ریاست د پیښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی دی.
بل اړخ ته د زده کړې او د پوهنې ریاست وزیر اندر سینګ د مسلمانو جونه زده کوونکود حجاب سره د مخالفت په ترڅ کې ویلي دي چې حجاب د تعلیمي ادارو د جامو برخه نه ده او له همدې امله باید په ښوونځیو کې په حجاب کولو بندیز ولګي. د جیو نیوز رپورټ مطابق هغه وويل چې دودونه او نور مذهبي روایات بايد د ښوونځي پر ځاى په کورونو کې عملي کړې شي.

Leave a reply