وزیراعلی محمود خان د مشرۍ لاندي غونډه شوې

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کښې د قانوني اصلاحاتو په اړه غونډه وشوه۔
د جزايي قانون د سمون په برخه کې تر اوسه د پرمختګونو کتنه. په غونډه كښې د وزيراعلې خاص مرستيال بيرسټر سيف٬ چيف سېکرټري٬ اېډيشنل چيف٬ د قانون سېكټري٬ اېډوكيټ جنرل او نورو اړونده چارواكو ګډون وكړو۔ ګډونوالو ته د جزايي قانون د اصلاحاتو د مختلفو اړخونو په اړه معلومات ورکړل شول.
په بريفنګ کې وزیراعلی ته اوویل شول چې صوبايي حکومت د جزايي قانون(فوجداري قانون) د اصلاحاتو زياتره کارونه بشپړ کړي دي د دې اصلاحاتو د پلي کولو لپاره یوه تګلاره جوړه شوې او په دې برخه کې له ټولو اړخونو سره سلا مشورې کېږي.
محمود خان وئيلي دي چې خلکو ته فوري انصاف ورکول د وزيراعظم عمران خان او موجوده حکومت په اولو ترجيحاتو کې شامل دي.
وزيراعلي وويل، خلکو ته د چټک عدالت د برابرولو لپاره په جنايي قانون کې اصلاحات ضروري دي، محمود خان وويل، چيف سيکرټري بايد پخپله د دې قانوني اصلاحاتو د ټولې پروسې څارنه وکړي. وزيراعلي زیاته کړه چې د اصلاحاتو ټوله پروسه دې په يوه مياشت كښې حتمي كړې شي





