ا.ا: هېڅوک د خپل سرو محکمو اجازه نلري
ا.ا: هېڅوک د خپل سرو محکمو اجازه نلري
د افغانستان د ا.ا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې او د یونما له مشرې دیبورا لاینز سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او نورو مسایلو خبرې شوې دي.
(2022 / 2 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان کې څوک د خپلسرو او صحرايي محکمو اجازه نه لري.
د افغانستان د ا.ا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې او د یونما له مشرې دیبورا لاینز سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او نورو مسایلو خبرې شوې دي.
مولوي حنفي ویلي، دوی د خلکو د حقونو د خوندیتوب او عدالت د تامین لپاره واضح تګلاره لري او په هغه کې صحرايي محکمې ځای نه لري. مولوي حنفي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تړاو راپورونه خپاره شوي، خو افغان حکومت یې بې بنسټه بولي.
نړیوال بنسټونه او ځینې هېوادونه همدا راز د ځينو لادرکه شوو ښځینه فعالینو د پیدا کېدو او خوشي کېدو غوښتنه هم کوي.