اولس دې د کورونا ضد واکسین کمپاین د اهلکارو سره همکاري وکړي: د پیښور انتظامیه

باغی ټي وي رپورټ
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له لومړۍ نیټې څخه تر ۱۴مې نیټې پورې د کورونا واکسین ځانګړی کمپاین پیل شوي دې.
انتظامي افسران د پيښور مختلفو سيمو کښي د صحت مرکزونو، تعليمي ادارو او نورو ځايونو دورې کوي او عام اولس ته د کورونا ضد واکسین لګوي.
د صوبې په مرکز پېښور کې د کورونا واکسین کمپاین په چټکۍ سره روان دی او د روغتیا ریاست ټیمونه د روغتیايي مرکزونو او تعلیمي ادارو په ګډون په نورو سیمو کې د اداري افسرانو تر څارنې لاندې زده کوونکو او نورو ته د کورونا ضد واکسین لګوي.
د پېښور ډپټي کمشنر کېپټن (ر) خالد محمود له خلکو غوښتنه کړې چې د خپل ځان او د کورنۍ غړي د کورونا ویروس پروړاندې واکسین کړي ترڅو د کورونا وایرس د خپریدو مخه ونیول شي.






