پیښور انتظامیه د خلقو ستونزې واوریدې

0
170

باغی ټي وي رپورټ
د پیښور انتظامیه د اولس ستونزې په ځای هوارولو لپاره د یو دستورې تابیا کړې وه چرته چې د پيښور ډپټي کمشنر کيپټن (ر) خالد محمود، ايډيشنل ډپټي کمشنر ميډم ګل بانو، ايډيشنل ډپټي کمشنر (ريليف) محمد عمران خان، ډپټي ډائريکټر (ډېټ بيس) محمد اصغر خان او نورو انتظامي افسرانو، تحصيلدارانو، سب رجسټرانو، ريونيو ګډون وکړو، په دې موقع کارکوونکو او ګڼ شمیر خلک هم شریک وو.
د ډپټي کمشنر په دفتر کښې يوه غونډه وشوه ، ددې غونډې د اولس د اسانتيا او معلوماتو لپاره په ټول پيښور او اخبارونو کښې اعلانونه شوي وو چې خلق دې ستونزې د انتظامیه دفتر ته رواړي چې په وخت ی هواري کړي.
په دې موقع خلقو افسران اود ډپټي کمشنر پېښور سره ملاقات وكړو او د هغه سره يې ملاقات وكړو او د خوښۍ څرګندونه يې وكړه او د خپلو ستونزو په اړه يې ورته د تجاوزاتو، د نقلونو سپلائي،د رينو ريکارډز، رجسټري او نورو ريونيو ريکارډونو په اړه معلومات او شکایتونه وکړل.
په دې موقع ډپټي کمشنر پيښور اړوند اهلکاراو او تحصيلدارانو ته ددې ستونزو هوراولو لپاره لارښوونه وکړه.

Leave a reply