په هند کې یوې مسلمانې جینې د هندو انتها خوښو په وړاندې د الله اکبر نعرې وهلي

باغي ټي وي رپورټ
په هند کې یوې حجاب اغوستونکې مسلمانې نجلۍ د هند انتها خوشو پر وړاندې ودرېده.او ددوی په وړاندې ی الله اکبر نعرې اووهل، مسکان په کرناټک کې خپل کالج ته ځي او په پرده کې ده، حجاب ی اغوستې دې خو هندو انتها خوښي ی مخه نیسي او ددي په ضد نعرې وهي.
په حجاب کې د یوې مسلمانې او زړورې نجلۍ وېډیو د هندو انتهار خوښو د یوې ډلې په په وړاندې چې حجاب یې اغوستی و وائرل شوی دی، افراطیانو هڅه کړې چې له هرې ممکنې لارې هغې ته ویره ورکړي، خو هغې د هلکانو په وړاندې مقاومت وکړ. د افراطیانو یوه ویډیو چې سور رنګ مفلرونه یې اغوستي په کرناټک کې ښوونځې ته تلونکې یوه جینې ځوروري او ددې مسلمانې جینې په ضد نعرې وهي.
په ویډیو کې ښکار چې دا جینې چې مسکان خان نامه ی دې په ډیره بهادرۍ سره دوی ته ځواب وایی او د الله اکبر چغه وهي.
هند کې په حجاب،یعني د ښځو په پرده کولو بندیز
…………
په هند کې یوه مسلمانه جینۍ په حجاب کې ښوونځي ته روانه ده، هند کې د مسلمانانو ښځو په حجاب کې ګرځیدلو په ضد د آر ایس ایس ډلې ځوانان احتجاج کوي. pic.twitter.com/eTdHkZJHW8— Baaghi TV پښتو (@BaaghiTVPashto) February 8, 2022






