الیکشن کمیشن فیصل واوډا هم نااهل اعلان کړو

باغي ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن فيصل واوډا د دوه ګوني تابعيت په مقدمه کښې نااهله ګرځولې دې.
د چيف اليکشن کمشنر په مشرۍ درې کسيزه بينچ د فيصل واوډا نااهلي کيس فيصله اورولې ده۔چيف اليکشن کميشنر په خپله فيصله کښې وئيلي دي چې د سينيټ څوکۍ لپاره د فيصل واوډا نوټيفيکيشن واپس اخلي۔
د جیو نیوز رپورټ مطابق د ټاکنو کمېسیون له پرېکړې وروسته به فیصل واوډا نور سینیټر هم پاتې نه شي.اليکشن کميشن په خپله فيصله کښې وئيلي دي چې فيصل واوډا د فيصلې خلاف سپريم کورټ ته رجوع کولې شي۔
اليکشن کميشن په خپله فيصله کې وئيلي دي چې فيصل واوډا دې په دوه مياشتو کې ټول مالي مراعات او امتيازات بيرته ورکړي او د جرم پټولو لپاره يې د قومي اسمبلۍ د څوکۍ نه استعفي ورکړې ده.






