پیښور کې ډرګز کنټرول ادارې کاروایی کړې

0
147

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د درملو او فارمسي ادارې د تبې او ټوخي لپاره د درملو د مصنوعي بحران په شکايتونو باندې کارروائي کړې ده او په پېښور کې يې د پينا ډوول ۲۷ زره کارټن نه زيات کارټن نيولي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په خيبر پښتونخوا کې د موسمي ناروغيو لپاره ډېرى درمل د بيو د لوړېدو له امله زېرمه شوي، چې له امله يې د پېښور په ګډون په ډېرو لويو ښارونو کې بحران رامنځته شوى، خو ياد شرکت ادعا کړې، چې دوى سره يې زېرمه شته او هېڅ بحران نشته. د صحت محکمي په چارسده روډ باندي د دوه ګودامونو نه 27000 کارټن پيناډول ټبليټونه برآمد کړي دي د دي دوايانو قيمت په کروړونو روپئ ښودلے شوې دې.
اولس د حکومتي ادارې دا قانوني کاروایی په ښو ټکو کې ستایلې ده او غوښتنه ی کړې ده چې داسې سوداګر او د داروګانو خرڅولو والا دوکاندارانو او سوداګرو باندې مکمل بندیز ولګول شي.

Leave a reply