واشنګټن پوسټ: د افغانستان نوي حګومت پاکستان ناهیلی کړی

0
165

واشنګټن پوسټ: د افغانستان نوي حګومت پاکستان ناهیلی کړی

دغه ورځپاڼې داسې مهال یاد مطلب خپور کړی چې پاکستان په وروستیو کې د پاک افغان باډر په اړه له افغان حکومت سره د خبرو کوښښ هم وکړ، خو افغان لوری وایي دا د ولسونه پرېکړې ته اړتیا لري او حکومت په دې اړه د ولسونو له غوښتنې ملاتړ کوي.

(2022 /  2 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې نوي حکومت پاکستان سخت ناهیلی کړی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، پاکستان تمه لرله چې د افغانستان نوی حکومت به ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت وپېژني او همدا راز به د پاکستاني طالبانو مشران پاکستاني حکومت ته وسپاري، خو نوي حکومت دا یوه چاره هم ترسره نه کړه.

ورځپاڼه لیکي د نوي حکومت خپلواک چلند او د پاکستان پر وړاندې د واضح دریځ لرل پاکستانی حکومت سخت ناهیلی کړی دی.

د مطلب لیکوال وایي داسې ښکاري چې د کرښې د رسمیت پېژندلو په تړاو د پاکستان آرمان له خاورو سره خاورې شو او په افغانستان کې یې د نفوذ خوبونه هم په سیند لاهو کېږي.

Leave a reply