روسیې د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی 

0
202

روسیې د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی 

کابلوف یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د اوسني بشري ناورین مسووله امریکا ده او سره له دې چې ماتې یې خوړلې ده خو بیا یې هم پر افغانستان اقتصادي فشارونو ته ادامه ورکړې ده.

 

(2022 / 2 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وایي په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله کې همکاري کوي، خو خپل شرطونه لري.

ررد افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري رسمیت پېژندلو ته اړتیا لري، ځکه دغه هېواد د نړیوالو له اقتصادي مرستې پرته پرمختګ نه شي کولی.

د ده په خبره روسیه د رسمیت پېژندلو په مسئله کې همکارۍ ته تیاره ده، خو د نړیوالې ټولنې شرطونه باید ومنل شي.

هغه زیاتوي، چې د بشري حقونو رعایتول، د ټولشموله حکومت جوړول او ښځینه وو ته د کار او زده کړو اجازه ورکول د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي.

اړوند موضوعات: 

 د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت وايي چې د نړۍوالو لۀ خوا د رسمیت پېژندلو ته نیږدې شوي یو

کابلوف یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د اوسني بشري ناورین مسووله امریکا ده او سره له دې چې ماتې یې خوړلې ده خو بیا یې هم پر افغانستان اقتصادي فشارونو ته ادامه ورکړې ده.

Leave a reply