پوتین: د اوکراین پر سر د جګړې احتمال شته

پوتین: د اوکراین پر سر د جګړې احتمال شته
د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د اوکراین د مسئلې حل ته تیار دي او پر خبرو باور لري، خو که یې غوښتنې پوره نه شي د جګړې احتمال شته دی.
(2022 / 2 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د اوکراین د مسئلې حل ته تیار دي او پر خبرو باور لري، خو که یې غوښتنې پوره نه شي د جګړې احتمال شته دی.
پوتین یو ځل بیا ټینګار کړی چې باید اوکراین ته د ناټو غړیتوب ور نه کړل شي او د روسیې له شاوخوا دې د ناټو ځواکونه په شا شي.
اړوند موضوعات:
د اوکراین پر سر لۀ روسیې سره ناندرۍ، اروپايي ټولته بېړنۍ غونډه جوړوي
مکرون هم دا خبرې رغنده بللې دي او وایي تمه لري چې د اوکراین مسئله تر جګړې و نه رسېږي او د خبرو له لارې حل شي.






