وفاقي وزیر نورالحق قادري او وزیر داخله د سعودي عربستان چارواکو سره لیدلي

باغی ټي وي رپورټ
د سعودي عرب د کورنیو چارو وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نایف د یوه پلاوي په ملتیا په یوه ورځنۍ دوره پاکستان ته سفرو وکړو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد او د مذهبي چارو له وزیر پیر نورالحق قادري سره هم ملاقات وکړو او په مهمو موضوعاتو ی ورسره خبرې وکړې.
د سعودي د کورنيو چارو وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود بن نايف له پير نورالحق قادري سره د حج او عمرې پر مسايلو ټینګار وکړو. د مذهبي چارو وزیر وویل چې د سعودي د کورنیو چارو وزیر اشاره کړې چې دوه نور ښارونه به د “روډ ټو مکې” په پروژه کې شامل کړي. د کرونا ایس او پیز لاندې د پاکستانی حاجیانو او حاجیانو لپاره د ویزو او کډوالۍ اسانتیاو د لا ساده کولو په اړه خبرې وشوې. د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري د سعودي حکومت او د کورنيو چارو وزارت ستاینه وکړه چې حاجيانو لپاره ښه خدمت کوي او د حرمین شریفین لپاره ی هم ښه امنیتي ګامونه پورته کوي.






