پاکستاني او سعودي عربستان چارواکو ترمینځ یوه مهمه غونډه شوې

0
110

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان او سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ د دوه اړخیزو ګټو په بیلابیلو برخو کېد دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا او تنوع په اهمیت ټینګار کړې دې.
د اې پي پي رپورټ مطابق د پاکستان صدر ډاكټر عارف علوي او د سعودي د كورنيو چارو د وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود بن نايف بن عبدالعزيز السعود ترمېنځه په ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال د دواړو مسلمان هیوادونو ترمینځ د اړیکو لا پیاوړتیا او د امنیتي په ځانګه کې د همکارۍ په اړه ګټورې خبرې اترې وشوې.
د پاکستان صدر د سعودي د کورنيو چارو وزير ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل چې دواړه وروڼه هېوادونه ښه اړيکې لري ، صدر زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره د اړیکو له پیاوړتیا ته ډیر زیات ضرورت دې او باید دواړه مسلمان ملکونو په دې اړه یوبل ملاتړ وکړي او یو بل سره پوره پوره همکاري وکړي.
صدر پاکستان د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) او د مالي اقدام کاري ځواک (FATF) کې د ارزښتناکه ملاتړ او همدارنګه د تیر کال په دسمبر کې په اسلام اباد کې د OIC د بهرنیو چارو وزیرانو شورا 17مې غیر معمولي غونډې کې د ګډون لپاره ی د سعودی عرب څخه مننه وکړه.
هغه په ډاګه کړه، چې دواړو هېوادونو د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د اړتیا په صورت کې له افغان ولس سره مرسته وکړي، څو له انساني ناورین څخه وژغورل شي.

Leave a reply