آصف زرداري د چوهدري برادران څخه ملاتړ او حمایت غوښتنه کړې ده

File Photo
باغی ټي وي رپورټ
پخواني ولسمشر اصف علي زرداري له واکمن ائتلافي پاکستان مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت حسين او د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پروېز الهي نه د عدم اعتماد د تحريک لپاره د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د جیو نیوز رپورټ مطابق اصف علي زرداري لاهور کې د چوهدري وروڼو کور ته ورغلې وو چرته چې پخواني وزيراعظم چوهدري شجاعت حسين او پرويز الاهي سره يې ليدلي دي.
د چوهدري وروڼو سره د اصف علي زرداري ملاقات کابو دوه ساعته دوام وکړو او په موجوده روان ملکی سیاسي او نور موضوعاتو باندې ی خبرې وکړې.
د رپورټ مطابق اصف علي زرداري د چوهدري وروڼو سره د ملاقاتونو دوه مرحلې وشوې، لومړۍ ملاقات ی مونس الهي، طارق بشير چيمه، سالک حسين او رخسانه بنګش سره کړې دې.






