د افغانستان پۀ اړه د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه چین کې جوړېږي
د افغانستان پۀ اړه د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه چین کې جوړېږي
د افغانستان په تړاو په دې غونډه کې به د روسیې، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.
(2022 / 2 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږي.
بهرنیو رسنیو ویلي چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه په بیجینګ کې جوړه شي او چین به یې کوربه توب کوي.
په دې غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت او روانو چارو خبرې کېږي. ددې لړۍ مخکینۍ غونډه په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.
د افغانستان په تړاو په دې غونډه کې به د روسیې، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.
اړوند موضوعات:
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
تر اوسه معلومه نه ده چې له افغانستان به هم کوم پلاوی دې غونډې ته وبلل شي کنه، خو په مخکینۍ غونډه کې یې له افغانستان څوک نه وو بلل شوي.