د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کو

0
186

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

د یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش، د ناروې د بهرنیو چارو وزیره هوتیفیلت او د یونما مشره دیبورا لاینز به دې غونډې ته خبرې کوي او د افغانستان د وضعیت په اړه به معلومات ورکوي.

(2022 / 1 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې سبا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت، بشردوستانه مرستو او ځینو نورو مسایلو بحثونه ولري.

ټاکل شوې چې له افغانستان هم د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتره مشره دیبورا لاینز په دې غونډه کې ګډون وکړي.

Leave a reply