پاکستان د واګه بندر له لارې د افغانستان پر صادراتو بندیز لګولی دی
پاکستان د واګه بندر له لارې د افغانستان پر صادراتو بندیز لګولی دی
د هند د سوداګرۍ چارو ادارې ویلي چې د جنوبي اسیا په سوداګریز سند کې د ځینو اختلافونو له امله پاکستان تل په دې ډول اقداماتو لاس پورې کوي خو دوی د ستونزې د حل په لټه کې دي.
(2022 / 2 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په سیمه کې سوداګرو رسنیو ته ویلي چې له څلورو ورځو راهیسې پر توکو بار د افغان سوداګرو موټرونه درول شوي دي. هندي لوري هم ویلي، څلور ورځې کېږي چې د افغان سوداګرو لارۍ هند ته نه دي د ننه شوې.
د هند د سوداګرۍ چارو ادارې ویلي چې د جنوبي اسیا په سوداګریز سند کې د ځینو اختلافونو له امله پاکستان تل په دې ډول اقداماتو لاس پورې کوي خو دوی د ستونزې د حل په لټه کې دي.
افغانستان د واګه بندر له لارې د جنوبي اسیا له ډېری هېوادونو سره سوداګري کوي، خو پاکستان وخت ناوخت د افغان سوداګرو لپاره دغه ډول خنډونه جوړوي.