عمران خان په بیجنګ کې د ازبکستان صدر سره لیدلي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بیجینګ کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په لیدنه کې پر سیمه ییزې سولی او ثبات خبرې کړي دي.
د عمران خان په ټولنیزو رسنیو خپور یو رپورټ ترمخه په دې غونډه کې د افغانستان په موجوده سیاسي صورت حال په اړه ټینکار وشو.
په بیان کې وایی چې په دې مهمه غونډه کې د دواړو هیوادونو پاکستان او ازبکستان ترمینځ هوکړه وشوه چې یو سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان د سیمې د ثبات او همدارنګه د زیربنایي او ارتباطي پروژو د عملي کېدو لپاره ډیر زیاته اړین دي.
په دې موقع عمران خان ازبکستان صدر ته دا هم په ډاګه کړه او دعوت ی ورکړو چې دوی سترګې په لار دي چې د پاکستان سفر وکړي او دوه اړخیزه اړیکو او د افغانستان په اړه یو رول ولوبوي.




