د پیښور پولیسو د موټرسایکل پټولو یوه ډله نیولې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور ګلبرګ پوليس د ښار په تجارتي مرکزونو کښې د موټر سائيکلونو د غلا کولو يوه ډله نيولې ده، دعملیاتو په ترڅ کې ی درې ملزمان نيولي دي، په نيول شويو ملزمانو کښې د دغې ډلې سرلښکر او اصلي ملزمان هم شامل دي چې د مرکز او استوګنې سيمو نه يې د موټر سائيکلونو غلا کولو.
د پولیسو بیان مطابق دې غلو به وروسته ددې موټر سیکل نمبر بدلول او په ساده خلقو به ی پلورل. دغو درې واړو تورنو کسانو د لومړنیو پلټنو پر مهال په ګڼو پېښو اعتراف کړی دې.
د پولیس بیان مطابق له دوی څخه یې دوه غلا شوي موټرسایکلونه هم ترلاسه کړي دي، د نیول شوو کسانو څخه پلټنې پیل شوي دي. د پولیس بیان مطابق مدعي سيد محمد زوي ګل محمد چې د نوتهیه صدر اوسيدونکي دې ګلبرګ پوليس ته د موټر سائيکل غلا کيدو خبر ورکړے وو د کومي نه پس چي د نامعلوم ملزمان خلاف مقدمه درج کړے شوې وه.






