جمرود کې د غلا پیښې زیاتې شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښي د غلو يوه ډله فعاله شوې ده او د حجرو او په سرکونو باندې لګول شوي سولر بیټري ی غلا کول پیل کړي دي.
د یو ځایی خبریال مطابق په پاک افغان هائي وے باندي ګاړي هم غير محفوظ دي، د سولر ټيوب ويلونو او جوماتونو نه د سامان غلا هره ورځ کولې شي .
د جاري شوي بیان مطابق د سولر ټيوب ويلونو نه د سولر شيشې او تارونه غلا شوي دي او د بریښنا ټرانسفارم هم غلا هم شوي ده۔
د یادونې ده چې د یو شمیر خالي قلعه ګانو څخه درواز ې هم غلا شوي دي، ځای اولس د پولیس څخه غوښتنه کړې چې دداسې غلو په ضد دې ګامونه پورته کړي چې دا سیمه ددې غلو څخه پاکه کړي.




