د هوايي چلند اداره: هره لۀ ۷۰ –۸۰ الوتنې د افغانستان پر فضاء ترسره کېږي

د ادارې ویاند امام الدین احمدي نن رسنیو ته وویل، هره الوتنه چې د افغانستان په فضا کې کېږي، ۷۲۰ ډالر حق العبور دې هېواد ته ورکوي چې له دې درکه هر کال افغانستان ۶۵ ملیونه ډالره عاید راټولوي.
(2022 / 2 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د افغانستان په فضا کې د ورځې له ۷۰ تر ۸۰ عبوري الوتنې کېږي.
د ادارې ویاند امام الدین احمدي نن رسنیو ته وویل، هره الوتنه چې د افغانستان په فضا کې کېږي، ۷۲۰ ډالر حق العبور دې هېواد ته ورکوي چې له دې درکه هر کال افغانستان ۶۵ ملیونه ډالره عاید راټولوي.
ښاغلی احمدي وايي، د دې ترڅنګ د ورځې له ۱۵ تر ۲۵ الوتنې د کابل له هوايي ډګره هم کېږي چې په دې ۲ یا ۳ یې داخلي الوتنې وي.