امریکایي وسلې؛ افغان چارواکو د پاکستان وروستۍ ادعا بې بنسټه بولي

0
87

امریکایي وسلې؛ افغان چارواکو د پاکستان وروستۍ ادعا بې بنسټه بولي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو، وسله والو چې په پاکستان کې وروستي بریدونه کړي، هغه وسلې یې کارولې چې په افغانستان کې له امریکایي عسکرو پاتې وي.

 

(2022 / 2  / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت د پاکستاني لوري هغه ادعا رده کړه چې ګواکي له امریکايي عسکرو پاتې وسلې د پاکستاني طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
د افغانستان ا.ا چارواکو له رسنیو سره په شریکو کړو معلوماتو کې ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ ادعا بې بنسټه ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو، وسله والو چې په پاکستان کې وروستي بریدونه کړي، هغه وسلې یې کارولې چې په افغانستان کې له امریکایي عسکرو پاتې وي.

Leave a reply