د هند مشهوره سندرغاړې لتا منګیشکر مړه شوه

باغی ټي وي رپورټ
د هند رسنیو د مشهورې سندرغاړي لتا منګیشکر د مړینې تایید کړې چې له څو میاشتو راهیسې په روغتون کې تر درملنې لاندې وه.
دغه ۹۲ کلن سندرغاړی چې په ۱۹۲۹ کال کې زېږېدلی، د جنورۍ په ۹ مه د ممبۍ په بریچ کینډي روغتون کې د کرونا ویروس له امله بستر شوی و.
لتا منګیشکر پرون د دوهم ځل لپاره د ناروغتیا له امله ICU ته ولیږدول شوه خو روغه نه شوه.
د هندي رسنیو په وینا د لتا منګیشکر د بدن څو برخو کار بند کړی کوو او له څو اونیو راهیسې په وینټیلیټر کې وه چې آخر ی هم ساه ورکړه او مړه شوه.
په سوشل میډیا داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې د لتا منګیشکر د کورونا ټیسټ هم مثبت راغلې وو.






