چین لۀ افغانستان سره ۷۳۰ ټنه غنم مرسته کوي 

0
232

چین لۀ افغانستان سره ۷۳۰ ټنه غنم مرسته کوي 

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وایي، په غنمو بار ریل ګاډي له شین‌جیانګ څخه د افغانستان پر لوري حرکت کړی دی. هغه زیاته کړې ده چې هېواد یې دا مرسته د نوي کال په مناسبت له افغانانو سره کړې ده.

 

(2022 / 2 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چین د خپلو تېرو مرستو پر دوام له افغانستان سره د بشري ناورین مخنیوي په موخه ۷۳۰ ټنه غنم مرسته کوي. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وایي، په غنمو بار ریل ګاډي له شین‌جیانګ څخه د افغانستان پر لوري حرکت کړی دی. هغه زیاته کړې ده چې هېواد یې دا مرسته د نوي کال په مناسبت له افغانانو سره کړې ده.

وانګ یو وایي، په دې رېل ګاډي کې د چین د حکومت له خوا ۶ سوه ټنه او د دغه هېواد د سره صلیب له لوري ۱۳۰ ټنه چمتو شوي غنم بار دي. د یادونې ده چې د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته چین په مرستندویه هېوادونو کې مخکښ دی.

Leave a reply