د پاکستان امنیتي ځواکونه ترهګرو ته سبق ښایی: شیخ رشید

0
149

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر شیخ رشید احمد په یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان ستر ځواکونه ترهګرو ته سبق ور ښایی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې کشمیر سره د یووالي په ورځ د اپوزیشن مشرانو نورې د ګډوؤې خبرې وکړو، هغه وويل ما هيڅکله اصف زرداري ته لس فيصده هم نۀ دي وئيلي.
هغه اوویل چې فضل الرحمان ويلي وؤ چې عمران خان به د مچ په شان ايستل کيږي، هغه زیاته کړه چې پرون فضل الرحمان په خپله د مچ په شان اوویستل شول.
د جیو نیوز رپورټ مطابق هغه زیاته کړه که د مني لانډرنګ اصلي مجرمین او FATF یو ځای کېدل غواړي نو بسم الله، ما مخکې ورته ویلي وو چې نېټه بدله کړئ خو اوس وایم چې مه بدلوئ
شیخ رشید په بلوچستان کې د ترهگرۍ د وروستيو پېښو په اړه د خبرو په ترڅ کې وويل چې د بلوچستان سترو شهيدانو ته سلام وړاندې کوي، هغه اوویل چې په بلوچستان کې زمونږ نهه سرتېري شهيدان شول او ٢٠ ترهګر ووژل شول.

Leave a reply