بلوچستان کې ۲۰ ترهګر اووژل شول

0
146

باغی ټي وي رپورټ
سکيورټي فورسز د بلوچستان په نوشکي او پنجګور سيمو کښي د پاک فوځ آپريشن دوران 20 ترهګر وژلي او د يو افسر پشمول نهه اهلکار هم شهيدان شوي دي۔
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو په پنجګور او نوشکي کې عملیات بشپړ کړي او سیمې یې پاکې کړې دي.
د آئي ايس پي آر ترمخه ترهګرو په نوشکي او پنجګور کښې د سکيورټي فورسز په کيمپونو بريدونه کړي وو چې اهلکارو دواړه بريدونه ناکامه کړي او د وسله والو د پرمختګ مخه ئي نيولې وه.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې په نوشکي کښې د نښتو په مهال نهه ترهګر وژل شوي او څلور امنيتي اهلکاراو افسران شهيدان شول.
ياده دې وي چې د فرورۍ په دويمه شپه ترهګرو په پنجګور او نوشکي کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي وو. بیان زیاتوي چې په پنجګور کې له سختې نښتې وروسته د ترهګرو برید په شا وتمبول شو او ځینې ترهګر له سیمې وتښتېدل.

Leave a reply