امنیټي ځواکونو په جنوبي وزیرستان کې ټي ټي پي کمانډر نیولې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان امنيتي ځواکونو په جنوبي وزيرستان کې د پلټنو عملیات کړي دي.
د جاري شوی یو رپورټ مطابق په سروکۍ سيمه کې د ترهګرو د موجوديت په اړه د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات ترسره شول.
د پلټنو په مهال د ټي ټي پي(تحریک طالبان پاکستان) ترهګر الله نور چې په برقه کښې د تيښتې هڅه کوله نيول شوې دې او پلټنې ترې پیل شوي دي. د یادونې ده چې د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې د ناامنۍ پیښې بیا زیاتې شوي دي ، د قبایلي سیمو کې د وژنې او نورې د بدامنې پیښې زیاتې شوي چې په ځایی اولس کې یره خپره شوې ده.






