د پاکستان وزیرخارجه د چین چارواکي د هندي فوځ د ظلمونو څخه خبر کړل

0
62

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي او د چین هیواد دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د يکشنبې په ورځ د سيمې او له هغې بهر د بدلون په حال کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعيت په اړه یو ملاقات وکړو او په مهمه موضوعاتو ی خبرې اترې وکړې.
د اې پي پي رپورټ مطابق د بهرنیو چارو وزیر له خپل چینایي سیال سره وکتل. د بهرنیو چارو وزیر د لومړي وزیر سره په 24م المپیک ژمنیو لوبو کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړې وو.
د افغانستان په اړه دواړو لورو د سیمه ییزې اجماع په رامنځته کولو کې د شپږو ګاونډیو هېوادونو د غونډې مهم رول وستایه او په چین کې یې د درېیمې ناستې د جوړېدو هیله وکړه.
په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ او سیمه ییز اتصال د ګډو موخو د ترویج لپاره د نږدې همغږۍ په ساتلو هوکړه هم وشوه.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د چین له مشرتابه سره د وزیر اعظم عمران خان ملاقاتونه به د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو شراکت ته نوی حرکت ورکړي، عملي همکارۍ ته به نوې لارې ورکړي، د چین پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په شمول د صنعتي پرمختګ په شمول د لوړ کیفیت پرمختګ ته وده ورکړي.
د بهرنیو چارو وزیر قریشي د دولتي شورا غړي وانګ ته د هند په ناقانونه توګه اشغال شوي جمو او کشمیر (IIOJK) کې د بشري حقونو د سرغړونو او په هند کې د اقلیتونو په آزادۍ باندې د سیسټمیک بریدونو په اړه معلومات هم ورکړل.

Leave a reply